په بلخ ولایت کې د ۵۵۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۱۴:۵۷
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۵۵۰ خانواده در بلخ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې پروګرام له لوري د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په حسین‌آباد کلي کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک د اوبو یوه لمریزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د اوبو رسولو ددغې شبکې په جوړېدو سره د شاوخوا ۵۵۰ کورنیو لپاره په کورونو کې د نلونو په مرسته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، کابو ۱۸ کلیومتره اوږدې شبکې غځول، د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د ۵۰ لمریزو تختو (سولرونو)، ۳۲۰ نل‌بندانونو او ځینې نورو اړینو پُرزو نصبول شامل وو.

د یادونې وړه چې ددغې سیمې خلکو ددغې پروژې تر تکمیلېدو مخکې د څښاک اوبه له هغو ټانکرونو څخه په پیسو اخیستې چې له لېرې ځایونو یې اوبه راوړلې او د حسین‌آباد پر خلکو یې پلورلې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS