د ولسي تړون ملي پروګرام

mrrd_admin

پېژندنهccnpmrrd

 د ولسي تړون ملي پروګرام د لومړنۍ طرحې او پلان جوړولو څخه وروسته د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان د ولسمشرښاغلي محمد اشرف غني له لوري رسماً پرانېستل شو. د ولسي تړون ملي پروګرام د ملي یووالي حکومت یود مهمو پروګرامونو څخه دی چې موخه یې د بېوزلۍ د کچې راټیټول، د کلیو ټولنیزو اواقتصادي حالاتو ته وده ورکول او بهر ته د ځوانانو د کډوالۍ مخنیوي دي. ټاکل شویده چې دا پروګرام به د لسوکلونو په موده کې په دریو پړاوونو کې تطبیق شي . ولسي تړون د دولت له لوري ټولو خلکو ته د یوې اساسي ټولګې په توګه د لږ تر لږه معیاري خدمتونوپه وړاندې کولو سره، د دولت او وګړو ترمینځ یو تړون دی. د لږ تر لږه معیاري خدمتونود اساسي ټولګې د وړاندې کولو لپاره، اړوند وزارتونه  د یوه نوي هراړخیزې تګلاري په رامینځته کولو سره په ګډه، په بیلابیلو سکتورونو کې فعالیت کوي .

لیدلوری

یو پیاوړۍ، خوځنده، او پرځان بسیا ملت، چېرې چې ټول وګړي له ښه او سوکاله ژوند څخه خوند واخل

دنده

د وګړو او دولت د ګډې ژمنې له لارې د هېواد په کچه د اساسي خدمتونو له وړاندې کولو څخه ډاډ تر لاسه کول.

موخې

  د ولسي تړون ملي پروګرام موخې د ښارونو، کلیو اومتحدو سیمو را مینځته کول، د خلکو او دولت ترمنځ اړیکو ته وده ورکول او د اساسي خدمتونو د ټولګې د وړاندې کولو له لارې د بېوزلۍ د کچې را ټيټول دي. دولت د سرچینو په برابرولوسره، کلیو او ښارونو ته پراختیا ورکوي . د کلي پراختیايي شوراګانې، پراختیايي بهیر رهبري کوي او په ټولو پراختیايي پروګرامونو او کړنو کې د نارینه وو، ښځینه وو، ځوانانو او ماشومانو له ګډون څخه ډاډ تر لاسه کوي. پراختیایي شوراګانې به د پروژو په بیارغونې، بیا جوړونې، پلان کولو اوتطبیقولو کې برخه ولري او د پروژو د تطبیق او د حکومت له لورې د
لږتر لږه معیارې خدمتونو د برابرولو د بهیرنه څارنه وکړي .

حکومت او وګړي

د هېواد وګړي د ملت ستره پانګه او د پراختیا په برخه کې د دولت ملګري دي. دولت د مادي او مشورتي سرچینو په برابرولو سره، د کلي د پراختیايي شوراګانو او د کلستر د پراختیایي شوراګانو څخه به ملاتړوکړي او د بېوزله ښځېنه وو، نارینه وو، ځوانانو او ماشومانوله ګډون نه  د هغو ښځینه وو، نارینه وو او ماشومانو په څېر چي د ښه اقتصادي حالت درلودونکي دي ډاډ ترلاسه کړي . هغه خدمتونه چې د افغانستان د دولت له خوا وړاندې کیږي د ټولو افغانانو ولسي (شهروندي) اساسی حقوق دی څو دوی وکولای شي دیو ښه او روغ ژوند په لرلوسره د خپلو وړتیاوو اود خپلو ماشومانو د سالمې ښوونې اوروزنې په ګټې اخیستنې سره ښه راتلونکي ولري.
د کلي پراختیايي شوراګانې او د هغوی فرعي کمیټې د بهرنیو مالي مرستو د مدیریت، تخصیص او په مناسبه توګه د هغو مرستو د کارولو مسئولیت لري. همدارنګه دوی دنده  لري ترڅو د پراختیا په موخه د داخلي سرچینود کارولو لپاره لارې چارې ولټوي.
ټاکل شوې شوراګانې او د هغوی فرعي کمیټې دنده لري په کلیوالي سیمو کې داستعدادونو،تجاربو او سرچینو نه د کاراخیستیې لپاره داسې یو چاپېریال را منځته کړي څو په کلي کې اوسېدونکي وګړي له یو بل سره
داسې کار وکړي چې د بېوزلو کورنیو دعوایدو کچه لوړه شي. د کلي د پراختیایي شورا د پراختیایي پلان ترتیب او د کلیو د لومړيتوبونو او اړتیاوو تشخیص به  په ملي پلانونو او د بودیجې په تخصیص کې په پام کې ونیول شي. 

وزارتونو رول او مسئولیتونه:

( د لږ تر لږه معیاري خدمتونوبرابرول ) دولت به په کلیوالي سیمو کې لاندې آسانتیاوې برابرې کړي:د څښاک اوبو ته هر اړخیز لاس رسی: (د هرو 25 کورنیو لپاره د اوبو یوه سرچینه چې د 24  ساعتونو  په موده کې د هر کس لپاره د 25 لېټرو اوبو د چمتو کولو وړتیا ولري.)

کلیوالي زېربناوې:

کلي کولی شي د لږترلږه معیاري خدمتونو د بستې نه یو لاندی خدمت لاسته راوړي .;لومړنې (ابتدایي ) سړکونو ته لاس رسی: ترټولو نږدې د لاسرسي وړ کلیوالي اساسي سړک څخه د 2 کیلومترو په واټن.• د اوبو لګولو د کوچنې کچې درلودونکی زیربناوې:
• سربندونه (د وهمه درجه/ دريمه درجه ويالو لپاره) د اوبو وېشونکي (حقابه)، د اوبو د کابو کولو دروازې، سیفون، د  10 زره متره مکعب ظرفیت درلودونکې د اوبو زیرمې، د اوبو لګولو د ټیټې کچې درلودونکي کانال جوړول یا بیا رغول، محافظوي دیوالونه، ګبیوني دیوالونه، ناوې، معبرونه.
• برېښنا: د لمر، اوبو، باد او بیوګاز له لارې (د هرې کورنۍ لپاره
د 100 واټه) برېښنا چمتو کول (په هغه سیمو کې چې هلته د برېښنا مزې شتون نه لري )
د پوهنې وزارت د زده کړو د موجوده معیارونو د ټولګې د یوې برخې په توګه، په دولتي ښوونځیو کې د کیفیت وړ زده کړې:
له لومړي څخه تر دریم ټولګي پورې زده کوونکي په اونیزه توګه 24 ساعته ، له څلورم څخه تر شپږم  ټولګي پورې زده کوونکي به په اونیزه توګه 30 ساعته او له اووم څخه تر دوولسم ټولګي پورې
زده کوونکي په اونیزه توګه 36 ساعته زده کړې کوي.
د عامې روغتیا وزارت د موجوده روغتیایي خدمتونو د وړاندې کوونکي په توګه ، اساسي روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي .
د روغتیايي خدمتونود آسانتیاوو د اړتيا وړ کاري ساعتونه ( د سهار له 8 څخه د مازدیګر تر 4 بجو پورې) ګومارنې دلازموشرایطو پربنسټ او د اساسي خدمتونو د ټولګې له مخې.
عمومي روغتیایي مرکز: تر زیږون نه مخکې ، د زیږون پر مهال او تر زېږون وروسته خدمتونه ، نوي زیږېدلي ماشوم ته پاملرنه او
د واکسیناسیون او تغذیي اړوند فعالیتونه وړانډې کول.
روغتیایي پوهاوي: د حادو تنفسي ناروغیو، ملاریا او نس ناستې په هکله پوهاوۍ ( د یادو ناروغیو د شتون په صورت کې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کول.)
عمومي روغتیایي مرکز: د سینه بغل، نس ناستي او ملاريا درملنه، د زیږون نه د مخه خدمتونه، د کورنۍ تنظیم، د نري رنځ د پېښو تشخیص او اړوندو روغتیایي مرکزونو ته دهغوی راجع کول او د واکسيناسيون خدمتونوبرابرول.
لومړنې روغتيايي مرکز: ناروغانو ته پاملرنه، واکسین کول، مور او ماشوم ته پاملرنه او د تغذيې اړوند چارو تنظیمول. دولت په ښاري سیمو کې لاندې آسانتیاوې برابر وي:
ښاري ټولنې (د یوې پراختیایي شورا تر څارنې لاندې) کولای شي له لاندې خدمتونو څخه یوه یا څو آسانتیاوې وټاکې:
•           د کوڅو او ویالو پخول
•           د جامدو فاضله موادو مدیریت
•           د څښاک د اوبو برابرول
•           کورونو ته د شمیرې ورکول
•           د څښاک اوبو د شبکې برابرول
•           د تفرېحي پارک برابرول
•           د ښځو لپاره د معیشت پروژې

د کلي د پراختیايي شوراګانو رول او مسئولیتونه

اصول: د ولسي تړون ملي پروګرام او دولت (په ټولو کچو کې)، ټاکل شوی شوراګانې (د کلي پراختیايي شوراګانې، د کلي د پراختیايي شوراګانو کلسټرونه، د ولسوالۍ په کچه د همغږۍ شوراګانې) او همکارې مؤسسې به د اصولو په رڼا کې خپلې ورکړل شوې چارې ترسره کړي.
• د کلي پراختیايي شوراګانې، او د کلي پراختیایي شوراګانو کلسټرونه به په خپلو اړوندو کلیو کې پراختیايي چارو ته لارښوونه او د هغوی څارنه وکړي او د خلکو، دولت او تمویلوونکو پر وړاندې به ځواب ویونکي وي.  
• د کلي پراختیايي شوراګانې باید خپل پراختیایي لارښودونه او پلانونه په داسې ډول ترتیب او تنظیم کړي چې  د عامه بنسټیزو جوړښتونو څخه په دوامداره توګه ساتنه وشي.
• د سرچینو  له عادلانه او مناسب تخصيص او د خدمتونو له وړاندې کولو څخه بايد ډاډ تر لاسه شي او د ځانګړو کسانو له نفوذ (د څو خاصوکسانو په ګټه د سرچینواود ورکړل شوې بود جې څخه د ګټه اخستلو) څخه باید مخنیوی وشي.
• ټولنيز مسئوليت منل او ریښتینولي به وستايل شي او همدارنګه د کلي پراختیایي شوراګانې د سرچینو دضایع کیدو او درغلې نه باید مخنیوی وکړي څو دا عملونه د سرچینو د فرار لامل نشي .
• په کلیو کې به پراختیايي بهیرونه ګډه ایز، ټول شموله او حساب ورکونې وي .
• بېوزله نارینه وو او ښځو ته باید  په شوراګانو کې ( د کلي پراختیایي شوراګانود کلسترونو په فرعي کمیټوکې چې د پلان جوړولو، پلي کولو اوڅارنې مسئوليت لري) برخه ورکړل شي .
• د کلي تنوع او يووالی په کار کې مهم رول لري.
• د شورا په پراختیایي پلان کې باید د ښځو، همدارنګه د ګوښه شویو او بیوزلو ډلو اړتیاوې او ستونزې لا زیاتې په پام کې ونیول شي.
•د کلي پراختیایي شوراګانې او کلیوال د پراختیایي کارکوونکو د ځان او مال له خونديتوب څخه ډاډ تر لاسه کوي.
• د کلي پراختیايي شوراګانې باید له هغو کسانو سره خبرې وکړي چې په پراختیایی فعالیتونو کې برخه نه اخلي او د پروژو د پلي کیدو د ناکامۍ لامل ګرځي، ترڅو دوی وهڅوي چې دخپلو کلیو په جوړونه کې برخه واخلي.
• په کلي کې د کوکنارو د کرکېلې پر وړاندې د مبارزې ملاتړ کول او دکوکنارو د نه کرلو په وړاندې د کلیوالو په خاصه توګه د بزګرو د عامه پوهاوي
د کچې لوړول.
• له خپل دولت سره اوږه په اوږه درېدل او ملاتړ یې کول.

د ولسي تړون ملي پروګرام انټرنیټ پاڼه