د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د نورستان ولایت والي او قومي مشرانو د خپلو ولسونو شته ستونزې يې وزیر صاحب سره شریکې کړې او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د نورستان ولایت والي او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: زموږ دنده ده چې د ولسونو ستونزې هوارې او اسانتیاوې ورته برابرې کړو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د شته امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د مرکزي او ولایتي انجنیرانو لپاره د سړکونو او پلونو د پروژو تطبیق په اړه روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو انجنیرانو لپاره د سړکونو او پلونو د پروژو تطبیق په اړه روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د پلان او پالیسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د ځدراڼو قوم له جهادي او قومي مشر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د ځدراڼو قوم له جهادي او قومي مشر الحاج عبدالرحمن ځدراڼ سره لیدنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS