د ښه ژوند د ودی پروژه دافغان – تاجک په پولوکی-۲

mrrd_admin

پېژندنهLITAKA2

ټولنیزه اواقتصادی لمړنی برنامه ده چی دافغانستان د اسلامی جمهوریت او د تاجکستان جمهوری دولت ترمینځه شتون لری د افغانستان لوری د کلیو د بیارغونی او پراختیا وزارت (MRRD) او د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام (UNDP) لخوا اود تاجکستان لوری دملګرو ملیتونو دپراختیایی پروګرام لخوا (UNDP) د دریو کلونو (2018 – 2020) لپاره پلی کیږی . دغه پروژه د جاپان دولت لخوا دجاپان دنړیوالی مرستندویی اداری (JICA) لخوا تمویلیږی. دلیتاکا پروژی د افغانستان لوری ته شپږ ولسوالی (د بدخشان ولایت د شهربزرګ، د تخارولایت د چاه آب، ینګی کلا او دشت کلا، دکندزولایت د حضرت امام صاحب، او د بلخ ولایت دخلم ولسوالی) تر پوښښ لاندی نیسی. د تاجکستان لوری ته  د ختلان ولایت د (شارتر، قبادیان، جیحون، دوستی، پنج، شمس الدین شاهین، همدانی، او فرخا رولسوالی) چی دافغانستان لوری د یادو شپږو ولسوالیو سره ګډه پوله لری تر پوښښ لاندی نیولی.

 د لیتاکا پروژه د سیمییزه حکومتونو استازو، مدنی ټولنو اوخصوصی سکتورته په سیموکی د وړتیا د لوړولو فرصتونه د ټولنیزی اواقتصادی پراختیا  د تل پاته مدیریت لپاره برابره وی. د اقتصادی بنسټونو د بیارغولو او د سیمییزی سوداګری پراختیا په برخه کی  د یوه بالقوه عامل به صفت، د پولی دواړه خواوو ته د ښه ژوند مناسب  فرصتونه برابروی.

پورتنیو یادو موښوته د رسیدو لپاره، د زموږ کلی زموږ ویاړ طرح داصلی موډل په پرتله دلږبدلون سره  په 1979 کال کی د جاپان داویتا ښارکی پیل شوی وه، د لیتاکا پروژی ترنامه لاندی په لاره واچول شوه. د زموږ کلی زموږ ویاړ طرح د " راځی هغه څه چی په ګډه یی دسرته رسولو وس لرو سرته یی ورسوو" ترشعارلاندی کړنی کوی. برسیره پردی، دسیمییزه ټولنو له لاری دوی د ښه ژوند د پرمخ بیولو لپاره هڅوی او د دوی د سوداګری د مدیریت څخه ملاتړ او مرسته کوی. د زموږ کلی زموږ ویاړ طرح د کلیو د پراختیا لپاره یوه ارزښتناکه طرح پیژاندل شوی ده چی سیمییزه اوناپیژاندل شوی تولیدات په ارزښتناکه او پیژاندل شویو محصولاتو بدلوی. همداشان دغه طرح  د سیمییزه منابعو ُ سیمییزه او سنتی پوهی له لاری د محصولاتو پرتولید او لوړ کیفیت ټینګار کوی .

د ښه ژوند د ودی د برنامی دویم پړاو د افغان – تاجک په پولوکی د (2018 – 2020) کاله پوری د لمړی پړاو(2014 – 2017) د بریالیتوبونو او تجربو څخه په ګټه اخیستنی رامینځ ته شوی. بل داچی دغه برنامه به د جغرافیی د سیمو د پام وړ ودی او د پولو دواړه خواوو میشت ډیر نفوس تر پوښښ لاندی راولی. په دویم پړاو کی به په افغانستان کی د دی پروژی مستقیم ګټه آخیستونکی لږ تر لږه  85,652 تنوته رسیږی (دپولو د دواړه خواوو د پوښښ لاندی ټول نفوس130,072)؛ اوپه افغنستان کی دپروژی لږ تر لږه غیرمستقیم ګټه آخیستونکی  852,128 تنه (د پولو د دواړه خواوو ترپوښښ لاندی  نفوس 1,823,828) تنوته رسیږی.

د افغان – تاجک د پولو دواړه خواوته د لیتاکا پروژی د دویم پړاو ټول لګښت 10,7 میلیونه آمریکایی ډالروته رسیږی (په افغانستان  کی 6,9 میلیونه ډالره د ټولی بودیجی څخه دجاپان دولت لخوا او1,2 میلیونه ډالره د ملګرو ملتونو UNDP د پراختیایی پروګرام لخوا مرسته شویده؛ او تاجکستان ته څه باندی 3,8 میلیونه ډالره د چاپان دولت لخوا مرسته شویده).

د پروژې بنیادي کړنې او موخې

دلیتاکا پروژی عمده اواساسی موخه دافغانستان اوتاجکستان دپولوددواړه خواولایاتوکی دښه ژوند وده اودټیکاو دکچی لوړول چی په لاندنیو کړنو سره ترلاسه کیږی

  • دپولو ددواړه خواودافغانستان اسلامی جمهوری دولت اودتاجکستان دولت ټولنی اوس دښی حکومتولی ، بنسټیزه کلیوالی پروژوته لاسرسی اوداقتصادی پراختیا دخدمتونوڅخه ګټورشویدی .
  • اوس دپولی دواړه خواوو کلیوالی ټولنودخپلونظریاتو اومرستوشریکول دیوبل سره ډیر ښه فرصتونه ترلاسه کړی دی .
  •  د بیوزلی دکچی راټیټول، داقتصادی ودی ساتنه اوحمایت کول اودپولو دواړه خواو دټولنو ترمینځه هراړخیزه مرستی.
  •  دپولوددواړه خواو ټولنوته دکاردفرصتونوبرابرول اوله کبله یی د مشروع اوروا عوایدو لاس ته راوړل . 
  •  دسیمه ایزه زیرمو اومحصولاتودارزښت لوړول دکلی په کچه داصلی ګټی دمفاد په پرتله ،اقتصادی اوټولنیز بدلون ،دسنتی کرنی بدلون نوی سوداګریزی کرنی ته اودکلیوالی ښځو دلاسی صنایعو بدلون.
  •  دیوه کلی – یوه محصول دتګلاری پلی کول دټولنی دفعالوولودسوداګری له لاری یوه جامعه لاره ده.
  •  دارزښت دځنځیری تقویت دزموږ کلی زموږ ویاړ په واسطه.
  • دکلیوالی ښځواوبزګرانولپاره د سیمه ایز مارکیټ ایجادول اوودانول .

اوسنی لاسته راوړنې

  • د۳۲ بنسټیزوکلیوالی پروژو بیارغول او جوړول.

  • دیوه کلی یوه محصول آزمایښت په افغانستان او تاجکستان کی .

  • ۱۳۱ تنوته چی ٪۴۰ یی کلیوالی ښځی دی دسیمه ایز اقتصاد دظرفیت لوړولو کورسونه دزموږ کلی – زموږ ویاړ دتګلاری لخوا دسوداګری دپراختیا ، دمدیریت اساسات او دسوداګری پراختیا اودارزښت دځنځیری بیلا بیل کورسونه( دونی څخه تردسترخوانه پوری)، زده کړه ، په لاسی صنایعو محصولاتو کی ډولونه اوډیزاینونو راوستل ، بسته بندی او برندینگ (سوداګریزځانګړی نوم) دتیریونیم کال په ترڅ کی په بریالی توګه وړاندی کول .

  • دعوایدو ډیروالی ، دکارموندل اوسیمه ایزه اقتصادی پراختیا،دپروژوپلی کول دښځو داقتصادی تقویی لپاره اودخصوصی سکتور ۱۳۱ تنه ښځینه اونارینه استازوته  دتخنیکی زده کړوپه موخه دکورسونو په لاره آچول.

  • دتخارولایت مرکز دتالقانو ښارکی دزموږ کلی زموږ ویاړ دخرڅلاو مرکزودانی جوړول اودزموږ کلی زموږ ویاړدیوی بلی مجتمع جوړول دتخارولایت دینګی کلا ولسوالی په مرکزکی چی ( دخرڅلاو مرکز، په لمریزی برښنا مجهزه سړه خونه ، دبسته بندی څانګه ، دښځو لپاره دلاسی صنایعو دزده کړی څانګه اودبزګرانو لپاره دخرڅلاو مارکیټ ) درلودونکی دی .

  • دلاسی صنایعواوکرنیزه محصولاتو د سوداګریز نندارتونونو په لاره اچول په هیواد کی دننه اوتاجکستان هیواد کی چی ټول ګټه اخیستونکی یی ۳۰۰ تنه دی چی دپولودواړو خواوو ته هری خواته ۱۵۰ تنه کیږی.دپولو ددواړه خواو ته دیوه ګډ بازار جوړول چی ددواړه خواو څخه ۱۰۰-۱۰۰ تنه ګټه اخیستونکی لری .

یو کلی یو محصول (زموږ کلی زموږ ویاړ)

دیوه کلی - یو محصول  تګلاره دکلیوالی ټولنو دعوایدودودی لپاره دکلیوالی تولیداتو دارزښت په ډیره ولو، بشری قوت ته دودی ورکولو  اودمحصولاتولپاره دبازارموندلو له لاری دجاپان دنړیوالی مرستندویه اداری لخوا وړاندی شوی دی چی په افغانستان کی دلمړی ځل لپاره دلیتاکا پروژی لخوا پلی کیږی . چی ددی تګلاری ستراتیژیکه موخه دتولیداتو ډیروالی ، دسیمه ایزه محصولاتو پروسس ، بازارموندنه اومحلی پانګه اچونه ده.

د زموږ کلی زموږ ویاړ د تګلارې ځانګړي موخې

  •  په هیواد کی د سیمه ایزه تولیدی نهادونو ډیرول.

  • د سیمه ایزه محصولاتوزیرمو دارزښت ډیرول دکلی په کچه دمقایسوی ګټی داقتصادی اوټولنیز بدلون لپاره .

  • دګټه اخیستونکوټولنو دسوداګریزی وړتیا اوبشری قوت پراختیا

  •  دپولوددواړه خواودټولنو،دولت اوخصوصی سکټورترمینځه داړیکو اومشارکت پیاوړی کول.
  •  دیوه کلی یوه محصول دمحصولاتودخرڅلاولپاره بازارموندل اوپیاوړی کول.

 

 

 د برنامی ویب‌سایت