په روزګان کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۲۷ متره محافظتي دیوال د جوړولو کار بشپړ شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د روزګان ولایت د مرکز په چنارک کلي کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۲۷ متره محافظتي دیوال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دې پروژې په ترڅ کې تخنیکي او ناتخنیکي کارګرو ته ۱۶۲۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې.