په نیمروزکې د کلیو د‌ بیارغونې او پراختیا وزارت د‌‌ کلیوالي اقتصاد د‌ پیاوړتیا ملي پروګرام د سپما ګروپونوڅارنه تر سره شوه

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۰:۵۹
په نیمروزکې د کلیو د‌ بیارغونې او پراختیا وزارت د‌‌ کلیوالي اقتصاد د‌ پیاوړتیا ملي پروګرام د سپما ګروپونوڅارنه تر سره شوه

د‌کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د‌کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام کارکوونکیو د څار لس ورځنۍ پروسې په ترڅ کې د نیمروز ولایت د زرنج او چهار برجک ولسوالیو د ۶۰۳ سپماګروپونو د کتابدارۍ او د پیسو د سپمولو د بهیر د ارزونې په موخه لیدنه وکړه. چې د اروزنې په جریان کې یو شمېر سپماګروپونو ته په یادو ولسوالیو کې د پيسو د سپما لپاره بکسونه هم ورکړل شول.

د یادونې وړ ده، چې په نیمروز ولایت کې د پروګرام د ګټه اخیستونکیو شمېر نږدې ۵۵۴۹ تنو ته رسیږي، چې د خپلو سپماګروپونو له لارې یې تر اوسه ۲۳۲۹۶۰ افغانۍ سپمولې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS