په نیمروزکې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د سپما ګروپونوڅارنه تر سره شوه
دکلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت دکلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام کارکوونکیو د څار لس ورځنۍ پروسې په ترڅ کې د نیمروز ولایت د زرنج او چهار برجک ولسوالیو د ۶۰۳ سپماګروپونو د کتابدارۍ او د پیسو د سپمولو د بهیر د ارزونې په موخه لیدنه وکړه. چې د اروزنې په جریان کې یو شمېر سپماګروپونو ته په یادو ولسوالیو کې د پيسو د سپما لپاره بکسونه هم ورکړل شول.
د یادونې وړ ده، چې په نیمروز ولایت کې د پروګرام د ګټه اخیستونکیو شمېر نږدې ۵۵۴۹ تنو ته رسیږي، چې د خپلو سپماګروپونو له لارې یې تر اوسه ۲۳۲۹۶۰ افغانۍ سپمولې دي.
