په ننګرهار کې د څښاک د اوبو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۹:۴۵
په ننګرهار کې د څښاک د اوبو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري، د ۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت، د ننګرهار ولایت د داعش‌ځپلې ولسوالۍ سپین‌غر په «کَل» کلي د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او ددغه کلي د شاوخوا ۲۵۰ کورنیو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د ۲۰ لمریزو تختو سولرونو، په کورونو کې د اوبو د مېترونو او نورو اړینو پُرزو نصبول شامل وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS