په زابل ولایت کې کوچیانو او د هغوی څارویو ته د څښلو اوبو د برابرولو چارې روانې دي

mrrd_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۰:۳۱
په زابل ولایت کې کوچیانو او د هغوی څارویو ته د څښلو اوبو د برابرولو چارې روانې دي

کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د کوچیانو د پراختیا برنامې تر سیوري لاندې، کوچیانو ته د څښلو پاکې اوبه او د هغوی څارویو ته د څښلو اوبو د برابرولو کار روان دی.

په دغه پروژه کې چې د ملا محمد جان آخند د ګرځنده او نیمه ګرځنده کوچیانو د ایلبند د پراختیایي شورا لخوا پلې کیږي، د ۱۲ مکعبه متره اوبو په ظرفیت د یوې زیرمې، د ۱۰۰ مترو په ژوروالي د اوبو د یوې څاه او د ۲۵ مترو په اوږدوالي د څارویو لپاره د اوبو څښلو د یو آخور جوړول شامل دي. د دې پروژي په بشپړیدو سره به د یادي شورا د ګرځنده او نیمه ګرځنده کوچیانو ۱۰۰ کورنۍ او همدارنګه د دوی ۱۲۰۰ څاروي به ترینه ګټه واخلي. د یادونې وړ ده، چې د نوموړې پروژې د جوړیدو کار تر اوسه ۳۰ سلنه پرمخ تللی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

BACK TO NEWS