د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بزای ګنبد د سړک چارې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر له خوا پیل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۷:۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر د بزای ګنبد څخه د چین هیواد تر پولې پورې د ۴۹،۷ کیلو متره د نوي سړک جوړولو او د جغل اچولو د پروژې افتتاح وکړه او چارې يې رسما پيل شوې.

 د پروژې د پرانیست پر مهال د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د یادې سیمې اوسیدونکو ته وینا وکړه او وویل دا يوه حياتي او مهمه پروژه ده چې د نوموړې پروژې په بشپړیدو سره به د واخان ولسوالۍ د ولسونو شته ترانسپورټې ستونزې هوارې شي.

 دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سړک جوړونې ریاست او د پراختیايي شوراګانو له خوا د (۳۶۹۵۷۹۲۲۷) میلیونه افغانیو په لګښت جوړيږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS