په هلمند کې د څه باندې د ۹،۲ ميلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو اوبو لګولو کانال د جوړیدو کار روان دی

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۹،۲ ميليونه افغانیو په لګښت د کرنیزو ځمکو د اوبو لګولو کانال د جوړولو کار د هلمند ولایت د لښکرګاه اړوند د غربي رباط، شمالي لښکرګاه، احمد خېلو، مختار او شمالي لښکرګاه بازار د شوراګانو له لوري روان دی. دغه کانال ۹۶۲ متره اوږدوالی او ۱۵۰ سانتي متره پلنوالی لري او په دې پروژه کې ۷۳ حقابې په نظرکې نیول شویدي. د نوموړي کانال د کار په بهیر کې ماهرو اوغیر ماهرو کاریګرو ته به ۴۳۲۰ کاري ورځې رامنځته کېږي او د بشپړیدو وروسته به ۴۷۹ کورنۍ ترې ګټه اخلي . د یادونې وړ ده چې دغه کانال به ۸۰۰ جریبه ځمکه خړوبه کړي.