په نیمروز کې د نږدې ۱۱ میلیونه  افغانیو په لګښت د لمريزې برېښنا د څلورو پروژو د جوړیدو کار روان دی

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۵:۴۸
نیمروز

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري  د نږدې ۱۱ میلیونه  افغانیو په لګښت د لمريزې برېښنا د څلورو پروژو د جوړیدو کار د نیمروز ولایت د چاربرجک ولسوالۍ اړوند د زارزوال، چيغني، مفرضهٔ عبدالغني او کرودي کليو د پراختیایي شوراګانو له لوري روان دی. دغه پروژې به د ۲۸ کيلو واټه برېښنا د توليد توان ولري او د بشپړیدو وروسته به ۲۷۳ کورنۍ ترې ګټه اخلي. د یادو پروژو د  کار په بهیر کې به  ۳۶۶۰ کاري ورځې  سيمي  ماهرو اوغیر ماهرو کاریګرو ته  رامنځته شي او ژر به  یې چارې بشپړې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS