د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر استازې په هېواد کې د ډاډمن امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او د یاد دفتر د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړل او وویل: مونږ ستاسو وزارت سره په پوره همغږۍ د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د اوبو رسولو او نورو برخو کې د خلکو د اړتیاوو پربنسټ پروژې پلي کړي او زیاته يې کړه چې یونیسف دفتر به د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په همکارۍ لازیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: زه ستاسو له همکاریو څخه مننه کوم چې زمونږ ولس ته مو ډیر کارونه کړي او کوئ، کوښښ وکړئ چې پروژې په ښه کیفیت او پروخت بشپړې شي ترڅو خلک ورڅخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
په پای کې دواړو لورو پر دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ.
