د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندز ولایت مرکز او ولسوالیو اړوندو سیمو له علماء کرامو، سپین ږیرو او مخورو سره وکتل

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۵:۵۲
1

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې  نن له غرمې مخکې د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په دفتر کې د یاد ولایت له علماء کرامو، سپین ږیرو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د کندز ولایت علماء کرامو، سپین ږیرو او مخورو ښاغلي وزیر صاحب ته دې ولایت ته د سفر ښه راغلاست ووایه او ویې ویل چې الحمدلله مونږ ته اسلامي امارت داسې زمینه برابره کړې تر څو خپلې ستونزې په اسانۍ سره تر لوړو مقاماتو او مرجع پورې ورسوو.

همداراز راغلو مخورو خپلې ستونزې له محترم وزیر صاحب سره شریکي کړې او زیاته یې کړه چې په تیرو شلو کلونو کې زمونږ سیمو ته هيڅ خدمت ندی شوی.

د کندز ولایت مخورو او سپین ږیرو د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل ترڅو په دې ولایت کې پراختیایي پروژې لکه سړکونه، پلچکونه، استنادي دیوالونه او داسې نورې پروژې تطبیق کړي او د معیاري سړکونو نشتون یې ستره ستونزه یاده کړه.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د دې ولایت د مخورو او سپین ږیرو ستونزې او وړاندیزونه په غور سره واوریدل او ژمنه یې وکړه چې مونږ به د خپل شته توان او امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو ته رسیدنه کوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS