د چهارشنبه علمي شپږم سیمینار «په افغانستان کې د تلپاتې پرمختیا موخې» تر سرلیک لاندې تر سره شو

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۹:۲۴
د چهارشنبه علمي شپږم سیمینار « په افغانستان کې د تلپاتې پرمختیا موخې» تر سرلیک لاندې تر سره شو

د افغانستان د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د ( د چهار شنبه علمي) شپږم سیمینار د چهار شنبې پر ورځ ( ۱۳ کب) د اقتصاد وزارت د مسلکي معینیت د سرپرست نبي سروش په وینا سره د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ د عمومي رییس او د یاد وزارت د ۱۰۰ تنو کارکوونکو په ګډون « په افغانستان کې د تلپاتې پرمختیا موخې» تر سرلیک لاندې تر سره کړ.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ رییس شاپور عبدالرحیمزي د تلپاتې پرمختیا موخې ارزښتناکې وبللې او ویې ویل « د تلپاتې پرمختیا موخې له هغو ژمنو دي چې زموږ هیواد له نړیوالې ټولنې سره کړې دي او د وزارت هره کړنه په مستقیم یا نا مستقیم ډول له دغه ارزښتناک ملي سند سره تړاو لري»

په همدې ترڅ کې نبي سروش د تلپاتې پرمختیا، د دریمې زریزې له موخو سره یې د توپیر، او په هیواد کې د دې سند د تطابق په اړه پریزینټیشن ورکړ او ویې ویل « د نړۍ د هیوادونو تمرکز پر دې دی چې پرمختیا باید له بنسټه پیل شي، یانې باید له کلي پیل شي او بیا د هیواد او نړۍ پر کچه تطبیق شي»

باید ووایو چې د تلپاتې پرمختیا موخې سند چې د ټولې نړۍ د پرمختیا لپاره منځ ته راغلی (۲۰۱۶-۲۰۳۰ ) د دریمې زریزې د پرمختیا د موخو بدیل دی، په افغانستان کې په ۲۰۱۷ م کال کې دې سند ته له ملي شاخصونو سره تطابق ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS