په جوزجان کې د ۲۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ پرمختیایې پروژو کار بشپړ شو

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۴:۳۸
تکمیل کار تطبیق ۱۴ پروژه‌ی انکشافی به ارزش ۲۱.۴ میلیون افغانی در جوزجان

د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جوزجان ولایت د مرکز او فیض اباد ولسوالۍ په کلیو کې د ۲۱.۴ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د ۱۴ پرمختیایې پروژو کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

په دې پروژو کې ۴.۱ کیلومتره د اوبورسولو یوه شبکه، ۲۶ د اوبو ویشونکي،د څښاک د اوبو ۷ څاه ګانو کیندل، د ۶.۴۵ کیلومتره ښاري بریښنا د شبکې غځول، د ۲۰۱ متره استنادي دیوال جوړول، د ۸.۲ کیلومتره دریمې درجې سړک جوړول. ۲ د بریښنا ترانسفرمرونه لګول او د څښاک د اوبو د دوو زیرمو جوړول راځي.

باید ووایو چې ددې پروژو په ترڅ کې سلګونه کاري ورځې رامنځته شوې او ۴۳۲۸ کورنۍ یې له ګټو څخه برخمنې شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS