په ننګرهار کې د ۳۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۹:۴۰
په ننګرهار کې د ۳۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ ‌الصحې پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ په (۲۷مه) ویاله سیمه کې د یونیسیف/ یواس ایډ په مالي ملاتړ د ۴.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. ددغې شبکې په تکمیلېدو سره د شاوخوا ۳۰۰ کورنیو لپاره په کورونو کې د نل پاکې اوبه برابرې شوې.

په یاده شوې پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د یوې هسکې زیرمې، د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د ۳۰ سولرونو، څه باندې ۳.۷ کیلو متره اوږدې د پایپونو د شبکې، په کورونو کې د ۱۰۴ د اوبو د مېترونو او ځینې نورو اړینو پُرزو او وسایلو نصبول شامل وو.

د اوبو رسولو ددغې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۲۱۰۰ کاري ورځې رامنځته کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS