د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

noor_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
1

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې رسماً پیل شوې.

په یاد مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر او ورسره مل پلاوي، د وزارت د انجنیري خدمتونو رئیس مولوي خیال‌محمد «عاصم»، د وزارت د تدارکاتو رئیس شیخ مولوي محمد قاسم «راشد»، د لوګر ولایت مرستیال شیخ انعام‌ الله «صلاح‌الدین»، د لوګر ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي نورالله «حکمت»، یو شمېر نورو مسئولینو، علماي کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادو مراسمو په ترڅ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د هېواد په کچه او سیمه‌ ییزې  پراختیایي پروژو د پلي کېدو، د ترانسپورټي زیربناوو د ښه‌والي او د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو د اهمیت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

د دې پروژې د کار په پیل سره به لسګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي او د پروژې په بشپړېدو سره به د لوګر ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو د اوسېدونکو او همدارنګه د کابل ـ لوګر لویې لارې د مسافرینو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS