په میدان وردګو کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو کاریز د جوړولو کار بشپړ شو
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالي په هاشم خیلو کلي کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو پوخ کاریز، د اوبو پوخ زیرمتون او ځمکو ته د اوبو رسوونکی پوخ کانال جوړ شویدی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۱۳۱۹ کاري ورځې رامنځته شوي چې د سیمې ۶۳۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو نه یواځې د سیمې د بزګرانو کرنیزې ځمکې د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راغلي بلکې دغو ځمکو ته د اوبو د رسیدو په لار کې د اوبو د بې ځایه ضایع کیدو مخه هم نوره نیول شویده.
