په زابل کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۱:۴
Work progress of an irrigation Kareaz construction project worth five million AFN in Zabul province

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د زابل ولایت د میزان ولسوالۍ په کاریزک کلي کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو پوخ کاریز او ځمکو ته د اوبو رسوونکی پوخ کانال جوړیږي. د اوبو لګولو د دې کاریز د پروژې کار ۷۵ سلنه مخ ته تللی دی. د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۱۸۴۷ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۷۵۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته نه یواځې د سیمې د بزګرانو ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي بلکې دغو ځمکو ته د اوبو د رسیدو په لار کې به د اوبو د بې ځایه ضایع کیدو مخه هم نوره ونیول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS