د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ کې د پروګرام لهخوا د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته د مقطعي پانګې وېش ترسره شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالۍ په یو شمېر پرمختیایې شوراګانو کې د پور او سپما ۷ کلیوالي اتحادیو ته چې ۷۵ سپما ګروپونه لري، د لومړي قسط په توګه ۱۴۹۹۱۹۰ افغانۍ مقطعي پانګه د لومړي قسط په توګه ووېشله.
د یادونې وړ ده، چې له دې مرستو څخه د پروګرام ګټه اخیستونکي د خپلو اقتصادي چارو د پیاوړتیا، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پيل په موخه ګټه اخلي.
