په لغمان کې ۳۷ متره د اوبو سربند او۶۰ متره د اوبو کانال د رغونې چارې پيل شوې

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۹:۲۴
په لغمان کې ۳۷ متره د اوبو سربند او۶۰ متره د اوبو کانال د رغونې چارې پيل شوې

د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د ۴.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په غازي اباد سیمه کې ۳۷ متره د اوبو سربند ،۶۰ متره د اوبو کانال او ۱۱۵ متره استنادي دیوال د رغونې چارې پيل شوې. نوموړې پروژه د اړوندې سیمې محلي پرمختیايي شورا له لوري د یو کال په موده کې رغول کیږي، چې د رغونې د چارو په بشپړېدو سره به د سیمې په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS