په پروان کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳ کیلو متره کانکریټي سړک د جوړیدو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د پروان ولایت له کوتوالي کلي د بګرام ولسوالۍ تر بلوچ ها کلي پورې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳ کیلو متره کانکریټي سړک او د هغه د اوبو وتلو د جوړښتونود جوړیدو کار پیل شو.
دا سړک به کوتوالي، شین زايي، موسی زايي، سیغان، دشت خام، بخشي خیل او نور ګاونډي کلي یو له بل سره وتړي او ۱۴۵ کورنۍ به په مستقیم ډول او ۱۵۵۰ کورنۍ په نا مستقیم ډول د لومړنیو خدمتونو له مرکزونو سره وتړل شي.
یاده دې وي چې د دې پروژې په ترڅ کې به ۱۴ زره او ۵۶۵ کاري ورځې هم رامنځ ته شي.
