په جوزجان کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳ پرمختیايي پروژو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د جوزجان د خواجه دو کوه ولسوالۍ په چهاردره او باشیکوت کلیو او د شبرغان ښار د اطرافو په جلال اباد کلي کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳ سړکونو د جوړولو، کریړ اچولو او د اوبو ایستلو د جوړښتونو جوړولو کار پیل شو.
د دې سړکونو ټولیز اوږدوالی تر ۱۵ کیلو مترو اوړي چې تر بشپړتیا وروسته به یې ۳۵۰۰ کورنۍ نیغ په نیغه له ګټو برخمنې شي.
