تخار ولایت کی څه باندی ۱۳ میلیونه ۷ لکه افغانیو په ارزښت ۳۱ متر پل او ۲۴۴ متره محافظوی دیوال بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱ - ۷:۴۲
تخار

د کلیو د بیا رغونی او پراختیا وزارت د افغانستان او تاجیکستان په پوله باندې د معیشت د پیاوړتیا پروژه (لیتاکا) تر سیوري لاندې د څه باندی ۱۳ میلیونه ۷ لکه افغانیو په ارزښت د یوه ۳۱ متره پل او ۲۴۴ متره محافظوي دیوال د جوړولو کار د تخار ولایت د ینګې قلعه ولسوالۍ د جنګل صافیانو کلي کې بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو. د یادونې وړ ده چې د دغه پل په جوړولو سره د ینګې قلعه ګڼو شمیر کلیو او د درقد ولسوالۍ ټول میشت خلک به له دې پروژې ګټه پورته کوي او د دوۍ ګڼ شمیر ستونزې به هوارې شي. همداراز د دغه پل جوړولو په ترڅ کې محلي کاریګرو ته ۹۱۰۰ کاري ورځې را منځ ته شوې وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS