په ۱۳۹۸ کال کې د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت د بشري سرچینو ریاست د افغانستان د ملکي خدمتونو ادارې له لوري د بشري سرچینو د غوره ریاست په توګه ونومول شو

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۰:۳۵
په ۱۳۹۸ کال کې د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت د بشري سرچینو ریاست د افغانستان د ملکي خدمتونو ادارې له لوري د بشري سرچینو د غوره ریاست په توګه ونومول شو

د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت د بشري سرچینو ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون له لوري د مکافاتو د فرهنګ د ځواکمنولو، انګیزې بښلو او د ملکي خدمتونو د ادارو دبشري سرچینو د ریاستونود کارکونکو تر منځ د سالم رقابت د پیاوړي کولو په نوښت د جوړ شوي پروګرام په ترڅ کې د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت د بشري سرچینو ریاست د بشري سرچینو د غوره ریاست په توګه ونومول شو.

د غوراوي په دې کمیټه کې د لویې څارنوالۍ، د افغانستان د روڼتیا دڅار ادارې، کابل پوهنتون او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون ګډون درلود.اود غوره بشري سرچینو ریاست لپاره درې ځانګړنې د بشري سرچینو د فعالیتونو او اجرااتو په اړه د دقیقو معلوماتواو اطلاعاتو شتون، د اصلاحاتو پلي کول او د ادارو د کارکونکو د رضامندۍ کچه په نښه شوې وې.

دا معلومات د وزارتونو او دولتي ادارو د بشري سرچینو، د وزارتونو او دولتي ادارو کارکونکو او دکمیسیون اړوندو مراجعو(د تعیناتو بورډ، شکایتونو ته د رسیدنې بورډ،د انسټیټیوټ عمومي ریاست، د اداري اصلاحاتو د دارالانشا عمومي ریاست اود ملکي خدمتونو د عمومي ادارې ریاست) له خوا د نوموړو واحدونو موخو، پروګرامونو، فعالیتونو اود اجرااتو شاخصونو ته په کتو راټول شوي ارزول شوي او تحلیل شوي وو.

د ملکي خدمتونو د ادارو د غوره ریاستونه په دوو پړاونو کې د ادارد د بشري سرچینوځواکمنولو او پرمختګ لپاره د دارزښتمنو پروګرامونواو کړنلارو طرح کول، د بشري سرچینو د نوښتونه، د کارکونکو توانمنول، همغږي، مراجعینو ته غوره خدمتونه، د کارکونکو د روغتیا تامین او مصونیتاو د بشري سرچینو واحدونوته پوښتنلیکونه استول ددې معیارونو څخه وو.

د همدې ارزونو اوڅیړنو په پایله کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د بشري سرچینو ریاست د ۱۳۹۸ کال لپاره د افغانستان دملکی خدمتونو د ادارې له خوا د غوره ریاست په توګه غوره شو، چې دا لویه لاسته راوړنه د وزارت مشرتابه ټولو کارکونکو په ځانګړې توګه د بشري سرچینو رییس او کارکونکو ته مبارک وي، د الله تعالی له درباره ورته د لازیاتو خدمتونو غوښتنه کوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS