په کابل او کاپیسا کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د‌ پیاوړتیا ملي پروګرام له‌خوا د مقطعي پانګې د لیږد پروسه

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۱:۲۶
په کابل او کاپیسا کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د‌ پیاوړتیا ملي پروګرام له‌خوا د مقطعي پانګې د لیږد پروسه

د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له‌خوا په ټولو ولایتونو کې د نغدو مرستو د لیږد په ترڅ کې چې د «مقطعي پانګې» په نامه سره یادیږي، پروګرام دا ځل بلاعوضه مرسته د کابل ولایت په بګرامي او د کاپیسا ولایت په نجراب او محمود راقي ولسوالیو کې د یوې رسمې غونډې په ترڅ کې چې د یادو ولایتونو مرستیالان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییسان او د پرمختیایې شوراګانو مشرانو په غونډه کې ګډون درلود؛ د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته وویشله.

د بلاعوضه لېږل شوې مرستې لومړۍ برخه د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ دوه اتحادیو ته ۱۶۰ زره او د کاپیسا ولایت په نجراب او محمود راقي ولسوالیو کې ۴۱ اتحادیو ته څه د پاسه پنځه میلونه افغانیو ته رسېږي.

د یادونې وړ ده، چې په مختلفو قسطونو کې د دې مرستو په وسیله د پروګرام ګټه اخیستونکي د اتحادیو غړو ته حسنه پورونه ورکوي، تر څو د کوچنيو کاروبارونو د پیل او د شته کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره له هغوی سره مرستندوی ثابت شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS