په پکتیا کې د ۸ میلیونه افغانیو د ۴.۱۲۴ کیلو متره سړک د جوړولو د پروژې کار بشپړ شو

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۱:۴۰
په پکتیا کې د ۸ میلیونه افغانیو د ۴.۱۲۴ کیلو متره سړک د جوړولو د پروژې کار بشپړ شو

په پکتیا ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د جغلي سړک د جوړولو د پروژې کار بشپړ شو.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د احمدخیلو ولسوالي په سکندرخیلو کلي کې د څه باندې ۸ میلیون افغانیو په ارزښت د ۴.۱۲۴ کیلو مترو په اوږدوالي جغلي سړک جوړ شو.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۲۴۴۶ کاري ورځې رامنځته شوي او اوس چې بشپړه شوه د سیمې ۴۲۰۰ اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې نه یواځې د سیمې د اوسیدونکو د تګ او راتګ ستونزه حل شوه بلکې مارکیټونو ته د ځايي بزګرانو د کرنیزو محصولاتو دچټک لیږد رالیږد په برخه کې یې هم د پام وړ مثبت اغیز شیندلی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS