په هلمند کې څه باندې د ۳۲۰ میلیونه افغانیوپه لګښت د ۱۸۵ پراخیتایي پروژو کارونه روان دي

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۱/۳۱ - ۹:۵۲
Helmand

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه باندې د ۳۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۸۵ پراخیتایي پروژو کارونه د هلمند ولايت پر مرکز لښګر ګاه سربیره په نادعلي او ناوې ولسواليو کې روان دي. په دغو پروژو کي د پاکو اوبو ۱۰ ژورې څاګانې او ۱۷۵ د اوبو لګونې د معياري سیسټم د برابرولوکانالونه شامل دي چې ۳۵ په نادعلي، ۱۰۰ په ناوې او ۵۰ په لښګر ګاه کې ترکار لاندې دي. د نوموړو پروژو د کار په بهیر کې فني او غیر فني کاریګرو ته به ۱۵۳ زره کاري ورځې رامنځته کېږي او له بشپړیدو وروسته به ۲۰۰ زره تنه ترینه ګټه پورته کړي چې په دې منځ کې ۶۰۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. د یادونې وړ دی چې د اوبو لګولو په دغو پروژو سره به ۱۰۰ زره جریبه ځمکې خړوبه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS