په هرات کې تر ټولو اوږد ۳۵۰۰ متره کانال کیندل کیږي

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۱۶:۱
هرات

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د ۳۵۰۰ متره اوږد کانال د کیندلو کارپیل شو. په دغه کانال ۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د زنده جان ولسوالۍ اړونډ د ۱۶ پراختیایي شوراګانو په وسیله یې کار پرمخ وړل کیږي. دا کانال د ۶ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري چې د نوموړې ولسوالۍ شاوخوا ۴۰ زره کورنۍ به ترینه برخمنې شي. دا د هرات ولایت په کچه داوبو لګولو لومړۍ کانال دې چې د ۱۶ پراختیایي شورا ګانو لخوا کیندل کیږي او د نوموړو شوراګانو ټول غړې به د هغه د کار د بهیر څارنه وکړي. همدارنګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام چارواکي وایي چې دا د هرات ولایت په کچه لوي کانال دې چې ددې برنامې لخوا کیندل کیږې. د یادونې وړ ده چې نوموړي کانال په یوه ثانیه کې د ۱۰ متره مکعبه اوبو د جریان توان لري چې د زنده جان ولسوالۍ اوسیدونکو ته به د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS