په نیمروز کې د نږدې ۱۱ میلیونه  افغانیو په لګښت د لمريزې برېښنا د څلورو پروژو د جوړیدو کار روان دی

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۵:۴۸
نیمروز

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري  د نږدې ۱۱ میلیونه  افغانیو په لګښت د لمريزې برېښنا د څلورو پروژو د جوړیدو کار د نیمروز ولایت د چاربرجک ولسوالۍ اړوند د زارزوال، چيغني، مفرضهٔ عبدالغني او کرودي کليو د پراختیایي شوراګانو له لوري روان دی. دغه پروژې به د ۲۸ کيلو واټه برېښنا د توليد توان ولري او د بشپړیدو وروسته به ۲۷۳ کورنۍ ترې ګټه اخلي. د یادو پروژو د  کار په بهیر کې به  ۳۶۶۰ کاري ورځې  سيمي  ماهرو اوغیر ماهرو کاریګرو ته  رامنځته شي او ژر به  یې چارې بشپړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د ۱۵۶۴۳ کورنیو سروې

د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت د دوامدارې انرژۍ د پروګرام له لارې د ۱۵۶۴۳ کورنیو سروې د لمریزې بریښنا د ویش په موخه تر سره شوه، د سروې د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۱۱:۳۰
Background image

په ارزګان کې د ۲۸ میلونو افغانیو په ارزښت د څلورو ښوونځيو ودانیزې چارې پیل شوې

د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګروام د اقرا برخې تر چتر لاندې د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په جوی برو، قزلباش او میان دشت کلیو کې د څلورو ابتدایه ښوونځیو د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۴:۱۶
Background image

د ننګرهار په بټي‌کوټ او سرخ رود ولسواليو کې  څه باندې ۵۵۰ کورنيو لپاره د څښلو اوبه برابرې شوې

د کليو د بيارغونې او پرمختيا وزارت په کليوالي سيمو کې  د اوبو رسولو د ملي پروګرام له لوري د څه باندې شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت  د ننګرها ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ په «هيبت‌خېلو» او د. . .

BACK TO NEWS