د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د دایکندي ولایت له والي سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د دایکندي ولایت له والي مولوي تورجان احمدي سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د دایکندي ولایت والي د هېواد آبادولو په برخه کې د اسلامي امارت د مشرانو هلو ځلو څخه خوښي څرګنده کړه او وویل: دایکندي ولایت یو له وروسته پاتې ولایتونو څخه دی چې خلک يې له ډیرو اسانتیاوو څخه لرې پاتې دي، او د دغه ولایت د ولس شته ستونزې يې وزیر صاحب سره شریکې کړې.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د دایکندي ولایت والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: اسلامي امارت د هېواد ټولو ولایتونو ته په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
