په ننګرهار کې د ۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه شوه

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۹:۳۷
په ننګرهار کې د ۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په «اکاخېلو» کلي کې شاوخوا د ۴ میلیونو افغانیو په ارزښت ۲۰۰ کورنیو ته په کورونو کې پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د یوې جګې ذخیرې جوړول، د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د درې کیلو متره اوږدې شبکې غځول، د ۱۸ سولرونو نصبول او په کورونو کې د نل‌بندانونو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل دی.

د یادونې وړ ده چې ددغې پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۲۵۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS