په ننګرهارکې د ۱۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۰۰ متره استنادي دیوال د جوړولو کار پيل شو

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په ننګرهار ولایت کې د ۱۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دیوال د پروژې کار پیل شو. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د مهمند درې ولسوالي په سلطانخیلو کلي کې د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي پوخ استنادي دیوال جوړیږي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال به ۲۲۲۷ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۴۳۲ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته نه یواځې ځايي بزګرانو کرنیزې ځمکې بلکې د سیمې ګڼ شمیر کورونه به هم د موسمي سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړل شي.