په میدان وردګو کې د څه باندې ۱۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو رسولو د شپږو پروژو تړونونه لاسلیک شول
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ، میدان ښار او مرکز بهسودو ولسوالۍ کې څه باندې ١٥ میلیونه افغاینو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د شپږ پروژو تړونونه له یو شمېر پراختیایي شوراګانو سره لاسلیک شول.
په یادو تړونونه کې ٦٤ حلقې څاګانې شاملې دي، چې یوه شبکه یې کابو ۱۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي او په سلګونو کاریګرو ته به د کار زمینه برابره کړي.
