په میدان وردګو کې  د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ٧ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۳:۲۳
میدان وردگ

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو پروګرام له لوري، د میدان وردګو ولایت، نرخ ولسوالۍ له سره پله بیا تر تیتمور سیمې پورې د اووه کیلومترو په اوږدوالي یوه سړک باندې د کریړ اچونې چارې بشپړې او د دې ریاست د تخنیکي ټیم تر څارنې او لیدنې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد سړک پر جوړولو درې میلیونه، یو لک، ١٠٠ افغانۍ لګښت شوی، چې د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت په غوښتنه د مالیې وزارت له لوري ورکړل شوی دی، چې لس سلنه ونډه د سیمې پرمختیایي شورا هم پکې اخیستې ده.
د یادولو وړ ده چې په دې سړک سره د سیمه ییزو خلکو تراسپورتي ستونزې تر ډیرې کچې هوارې شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS