په غزني ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۴
1

د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ګیلان ولسوالۍ په بهبود کلا کلي کې د (۹،۲) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.

 په یاده شبکه کې د (۱۳۰) مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د (۳۰) مترمکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د (۱۱۴۷۴) مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د (۱۶۴) شیردهنونو نښلول شامل دي.

د دې شبکې د کار په بهیر کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د نوموړي کلي (۳۲۳) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په آق ‌تپه کلي کې د (۸۴۱۹۱) امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې

د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ګیلان ولسوالۍ په بهبود کلا کلي کې د (۹،۲) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.

 په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

BACK TO NEWS