په سمنګان کي د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچیانو لپاره د یوې پروژې کار پیل شو

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۱:۹
آغاز کار تطبیق یک پروژه‌ی انکشافی برای کوچی‌ها در ولایت سمنگان

د کلیو د بیارغونی او پراختیا وزارت د ولسی تړون ملی پروګرام له لوري د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د کوچیانو لپاره د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پراختیایي پروژې د پلي کولو کار پیل شو.

پدی پروژه کې د څښاک د پاکو اوبو یوه څاه او د اوبو د تصفیې دستګاه شاملې دي چې د جوړیدو کار یې د اچقدق بالا او اچقدق پایین ایلبندونو د پراختیايي شوراګانو لخوا ترسره کیږي.

د دغه پروژې د جوړیدو په بهیر کې به ماهرو او غیرو ماهرو کاریګروته ۳۱۰ کاري ورځې رامنځته شي او شاوخوا ۱۳۴ کورنۍ به ترینه ګته واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS