په سمنګان ولایت کې د څه باندې د ۷ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیوپه لګښت د څښاک د پاکو د یوې شبکې د جوړیدو کار روان دی

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۳۰ - ۹:۲۵
سمنگان

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سمنګان ولایت د خرم او سارباغ ولسوالۍ اړوند د چهارسنگ، ده نو سارباغ، داخل زو او پس حصار د کلیو د پراختیایي شورا ګانو لخوا د څه باندې د ۷ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیوپه لګښت د څښاک د پاکو اوبو د یوې شریکې شبکې د جوړیدو کار روان دی. دغه شبکه ۵۵۷۰ متره اوږد والی، ۳ نلکې او د ۱۴۰ مکعبه مترو په ظرفیت د اوبو ۴ زیرمې لري. د نوموړي شبکې د جوړولو کار تر اوسه ۸۰ سلنه پرمخ تللی چې فني او غیر فني کاریګرو ته به ۲۰۰۰ کاري ورځې رامنځته کړي او د بشپړیدو وروسته به ۱۵۹ کورنۍ ترې ګټه اخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS