په زابل کې د ۲۷۸ ميلیونه افغانیو په ارزښت د۱۸۹ پروژو چارې روانې دي

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۹:۴۸
په زابل کې د ۲۷۸ ميلیونه افغانیو په ارزښت د۱۸۹ پروژو چارې روانې دي

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي نن دوشنبه په ورځ د زابل ولایت د خلکو د ستونزو د اوریدو په موخه د یاد ولایت له ‏والي جنرال احمدګل رسولي ، د یاد ولایت په ولسي جرګه کې د ځینو استازو او د ولایتي شورا له رئیس عطاء جان حقبیان سره ولیدل.‏

د لیدنې په پیل کې د زابل والي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر سره د یاد ولایت د خلکو ستونزې شریکې کړې او د لا ډېر ښوونځیو د جوړولو غوښتنه یې وکړه. ‏

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، چې په زابل کې کې ۷۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي، چې د ۲۰ ښوونځیو د جوړولو چارې بشپړې شوې او په نورو یې کار په چټکې روان دی، چې په ټاکلي وخت به بشپړ شي.‏

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، سږ کال په زابل کې د ۱۸۹ پروژو چارې روانې دي او د ۱۴۰۰ کال لپاره ‏زابل ولایت ته ۴۵۹ نورې پرمختیایي پروژې د سړکونو، کارېزونو، د څښاک او کرنیزو ځمکو د اوبو کولو په برخه کې پلان شوي، چې ‏زرګونو خلک به ترې ګټه واخلي او د دوی په ژوند به مثبت اغېز وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS