په زابل کې د ۲۷۸ ميلیونه افغانیو په ارزښت د۱۸۹ پروژو چارې روانې دي
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي نن دوشنبه په ورځ د زابل ولایت د خلکو د ستونزو د اوریدو په موخه د یاد ولایت له والي جنرال احمدګل رسولي ، د یاد ولایت په ولسي جرګه کې د ځینو استازو او د ولایتي شورا له رئیس عطاء جان حقبیان سره ولیدل.
د لیدنې په پیل کې د زابل والي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر سره د یاد ولایت د خلکو ستونزې شریکې کړې او د لا ډېر ښوونځیو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، چې په زابل کې کې ۷۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي، چې د ۲۰ ښوونځیو د جوړولو چارې بشپړې شوې او په نورو یې کار په چټکې روان دی، چې په ټاکلي وخت به بشپړ شي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، سږ کال په زابل کې د ۱۸۹ پروژو چارې روانې دي او د ۱۴۰۰ کال لپاره زابل ولایت ته ۴۵۹ نورې پرمختیایي پروژې د سړکونو، کارېزونو، د څښاک او کرنیزو ځمکو د اوبو کولو په برخه کې پلان شوي، چې زرګونو خلک به ترې ګټه واخلي او د دوی په ژوند به مثبت اغېز وکړي.
