په تیرو دوو اونیو کې د هیواد په ۹ ولایتونوکې د ۱۵ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوي

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۲:۴
Construction of 15 schools completed within two weeks in 9 provinces of the country

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې د هیواد په ۹ ولایتونو کې د ۱۵ ښوونځيو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

دا ښوونځي د ننګرهار ولایت په مومندره، د لوګر ولایت په برکي برک او محمد اغه، د کندهار په سپین بولدک، د هرات ولایت په کرخ، د بلخ ولایت په چهار بولک او دولت اباد، د کندز په امام صاحب، د فاریاب په پشتون کوټ او بلچراغ، د زابل په شاجوی او د میدان وردګ په نرخ او حصه اول بهسود ولسوالیو کې جوړ شوي دي چې په بشپړتیا سره یې نږدې ۵۰۰۰ زده کونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شو.

یاده دې وي چې دا ښوونځي ۱۲، ۸، ۶، یا ۴ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې لري او د جوړیدو په ترڅ کې یې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۴۴ زره او ۶۰۹ کاري ورځې هم رامنځ ته شوې وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS