په تخار ولایت کې د روغتیايي څښاک اوبو د ویش پیل

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۱۰:۴۶
بیارغونې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او د یونیسف ادارې په مالي مرسته د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ اړوند بادګذر سیمه کې د ۶۵۰ کورنیو لپاره د روغتیايي څښاک د اوبو ویش پيل شو.

د تخار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د انجینري خدمتونو عمومي مدیر وویل: څه موده وړاندې د یادو سیمې اوسیدونکي د ناپاکو او خټو اوبو د استفادې له امله په بیلابیلو ناروغیو لکه کولرا (اسهالات) اخته شوي وو چې د دغه ریاست په پرله پسې هڅو، له نیکه مرغه د یونیسف په مالي مرسته د دوو میاشتو په موده کې د څښاک صحي اوبه چمتو او ویشل کیږي. نوموړي وویل دغه سیمه څلور پراختیايي شوراګانې لري په ورځ کې د هر نفر لپاره ۷ لیتره پاکې اوبه د ټانکر په واسطه د پنچري افغانیه کلي څخه د ۲۲ کیلو متره واټن کې لېږد او ویشل کیږي. دا په داسې حال کې ده د تخار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د دې ستونزې د اساسي حل په موخه د یادې سیمې د اوبو رسولو د شبکې پروژه په خپل پلان کې شامله کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS