په بلخ کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو پرمختیایي پروژو کار بشپړ شو

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۱:۱
تکمیل کار تطبیق سه پروژه‌ی انکشافی به ارزش ۱۹ میلیون افغانی در بلخ

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د افغان تاجیک پولې په اوږدو کې د معیشت د پرمختګ (لیتاکاـ۲) پروګرام له لوري د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ په خانقاه عاشور علي، ده ملا نبي او شاهي خیل افغانیه کلیو کې د۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو پرمختیایي پروژو کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

په دې پروژو کې په خانقاه عاشور علي کلي کې ۲۱ متره پل، په ده ملا نبي کلي کې ۳۰۰ متره محافظوي دیوال او په شاهي خیل افغانیه کلي کې ۳۵۰ متره ګبیوني دیوال جوړول شامل دي، چې د جوړیدو په ترڅ کې یې ۱۳ زره کاري ورځې رامنځته شوې دي.

باید ووایو چې ددې پروژو په پلي کیدو سره د سیمې د اوسیدونکو ډیری ترانسپورتي ستونزې هوارې شوي او کورونه او کرنیزې ځمکې یې د نیزونو له ګواښه خوندي شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS