په بدخشان کې د محافظوي دیوال جوړولو یوه پروژه بشپړه شوه

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۱:۱۵
تکمیل کار ساخت ۶۴۰ متر دیوار محافظتی در بدخشان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د بدخشان ولایت د مرکز په شورابک کلي ۶۴۰ متره محافظوي دیوال په پاخه او بنسټیز ډول په دوو پړاوونو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دې پروژې په ترڅ کې ۴۵۵۹ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په بشپړتیا سره یې ۲۸۰۰ تنه له ګټو برخمن شول.

په دې محافظوي دیوال سره ۱۶۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ګڼ باغونه، او سلګونه کورونه د سیلابونو له ګواښه خوندي شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS