په اروزګان کې  د ۲۰۸ ميليونه افغانیو په ارزښت  د ۳۱  ښوونځيو د ودانیو د  جوړولو  چارې پیل شوې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۷ - ۱۲:۵۳
ارزگان

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي  د سې شنبې  په ورځ د اروزګان ولایت له والي محمد شفیق اسد الله سعید سره د یاد ولایت د ستونزو اوریده او حل په موخه ولیدل.

د اروزګان ولایت والي د ترانسپورټي لارو، پلونو او ولسي تړون ملي پروګرام نورو ولسوالیو ته د غځولو غوښتنې د کليو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره شریکې کړې.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي وویل، چې  په اروزګان کې  د ۲۰۸ ميليونه افغانیو په ارزښت  د ۳۱  ښوونځيو د ودانیو د  جوړولو  چارې پیل شوې  او د دې ترڅنګ په اروزګان کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۷۲ ميليونه افغانیو په ارزښت د۴۹ پرمختیايي پروژو چارې  د اوبو رسولو، ابیارۍ او ټرانسپورټ په برخه کې روانې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

BACK TO NEWS