په ارزګان ولایت کې د یو لوی کانال د رغولو چارې پيل شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۴:۱۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په دراز جوی سیمه کې د (۲۸) میلیونه افغانیو په لګښت د شاوخوا  (۹۰۰) مترو په اوږدوالی د یوه لوی کانال د رغولو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي له خوا پيل شوې.

د نوموړې پروژې د پیل لپاره په جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د ارزګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس ملا عبدالغني بلال، د دهراود ولسوالۍ ولسوال حاجي بشير صاحب، د چورې ولسوالۍ ولسوال حاجي مسافر صاحب، د یادې ولسوالۍ مسؤولینو، علماء کرامو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دې پروژه کې د دغه کانال د رغولو سربیره د استنادي دیوالونو او یو سربند جوړول هم شامل دي.

د یادې پروژې د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړې سیمې د اوسیدونکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS