د کندهار ولايت په میوند ولسوالۍ کې د ۱۷ کيلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۸:۵۱
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوری د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د ۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت  د ۱۷ کيلومتره  سړک د جوړولو چارې د يوه غونډی په ترڅ کې پيل شوي.

په دغه غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او ورسره مل پلاوي، د کندهار ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس،د ميوند ولسوالۍ مسوولينو او دیادو سیمي علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی.

په دغه مراسمو د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب وينا وکړه او وويل چې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د کليوالي سيمو نښلولو او اوسېدونکو ته د خدمتونو رسونه يې مهم لومړيتوب دي او د ولسونو ستونزو د هواري په برخه کې به زياتي نور پروژې هم پلی کړې.

د يادو پروژو د کار په جریان کي به سلګونه تنه کارګرانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړيدو سره به د نوموړيو سیمو د اوسیدونکو ستونزی حل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS