د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست کې د غیر خوراکي توکو وېش

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۰:۳۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم مقام د هدایت په اساس د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له خوا یو شمیر غیر خوراکي توکي د یاد ولایت مقام او مهاجرینو ریاست د استازو په حضور کې اړمنو کورنیو ته وویشل شول. په دغو توکو کې ۲۰ بابه خیمې، ۲۰ تختې ترپالونه، ۲۰ تختې کمپلې او ۲۰۰ دانې پلاستیکي ۱۰ لیتره بوشکې د یاد ولایت د امام صاحب او ګل تپې ولسوالیو د طبیعي پېښو څخه ۲۰ اغیزمن شویو کورنیو ته چې هرې کورنۍ ته ۱ باب خیمه، ۱ تخته ترپال، ۱ تخته کمپله او ۱۰ دانې پلاستیکي بوشکې وویشل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS