د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په فراه ولایت کې د کج صمد ستر بند د تحقيقاتو چارې پيل شوې

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۱:۵۳
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په فراه ولایت کې د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په لګښت د کج صمد د اوبو ستر بند د تحقيقاتو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا پیل شوې.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د نیمروز ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد صاحب، د هلمند ولایت والي مولوي عبدالرحمن بلال صاحب، یو شمیر نورو مسؤولینو، د سیمې علماء کرامو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یاد بند د  تحقيقاتو د پرانیستلو پرمهال د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د دې سترې ملي پروژې د اقتصادي او ټولنیزو ګټو پر اهمیت خبرې وکړې.

دغه بند چې تقریباً (۵۶) متره لوړوالی او د (۱۴۰) میلیون متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري د فراه او نیمروز ولایتونو په یوې سترې وچې سیمه کې موقعیت لري او د دې وچې او بې اوبو سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري.

د یاد بند د کار په جریان کې به زرګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې (١٤٠٠۰) هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS